د افغانستان په زندانونو کې ۴۰ بهرني اتباع بندیان دي

کابل- ایرنا- د سرپرست دولت د زندانونو د چارو د ادارې مرستیال خبر ورکړی چې د هېواد په زندانونو کې ۴۰ تنه بهرني اتباع بندیان دي.

کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د زندانونو د چارو مرستیال حبیب الله بدر نن دوشنبې د د وري ۲۰مه وویل چې دا مهال ۴۰ تنه بهرني اتباع د اسلامي امارت په زندانو کې دي.

ښاغلي بدر څرګنده کړه: په افغانستان کې د بهرنيو بنديانو شمير څلويښت تنو ته رسيږي چې دوسيې يې جنايي دي چې د قتل او نورو مسايلو په ګډون يې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د بيلابيلو هېوادونو اتباع دي.

د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وویل چې یو شمیر امریکایی اتباع د اسلامی امارت په زندانونو کښې دی .

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .